CRI Online

شي جين پينګ د جاپان نوي پاچا ناروهيتو ته په تخت باندې د کښېناستلو په مناسبت د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-01 15:59:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په لومړۍ نېټه د جاپان نوي پاچا ناروهيتو ته په تخت باندې د کښېناستلو په مناسبت د مبارکۍ پيغام ولېږه. نوموړي په خپل پيغام کې ليکلي چې چين او جاپان يو د بل سمندري ګاونډي هېوادونه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ عنعنوي دوستۍ شته. دواړه هېوادونه بايد د سوله ييز پرمختګ د پياوړتيا او د دوه اړخيزو اړيکو د ښې راتلونکې د ابادولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

رئيس شي جين پينګ په همدې ورځ د جاپان پخواني پاچا اکيهيتو ته هم د نيکو هيلو د وړاندې کولو لپاره يو پيغام ولېږه، کوم چې څو ورځې مخکې تازه تقاعد شوی دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای