د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل له دېرشمې نېټې څخه د مې تر لومړۍ نېټې پورې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د سياسي بيورو غړي، د دولتي شورا مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيز اقتصادي ديالوګ په اړه د چين لارښوونکي ليو هه د امريکا د سوداګرۍ له استازي روبيرت ليتهزر او د ماليې وزير ستيون منوچن سره په بېجينګ کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د عالي رتبه خبرو اترو لسم پړاو ترسره کړ.
دواړه خواوې به له ټاکلي پلان سره سم په راتلونکې اوونۍ کې په واشنګټن کې د يادو خبرو اترو يوولسم پړاو ترسره کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |