CRI Online

په نورو هېوادونو او سيمو کې مېشتو چيني محصلينو او ځوانانو د مې د څلورمې نېټې غورځنګ د يادونې په غونډه کې د شي جين پينګ د مهمې وينا هر کلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-05-02 10:34:33

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ د اپريل په ۳۰مه نېټه د مې د څلورمې نېټې غورځنګ د ۱۰۰مې کاليزې د يادونې په غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې مېشتو چيني محصلينو او ځوانانو دغې وينا ته مثبت غبرګونونه وښودل او څرګنده يې کړه چې دوی بايد د زمان مسؤليت پر غاړه واخلي او بايد د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي.

د روسيې د مسکو پوهنتون ډاکټر وانګ يو هان ويلي و چې د عمومي منشي شي جين پينګ دغه وينا چيني ځوانان هڅوي چې په نوې زمانه کې دې پر سترو ارمانونو ټينګار وکړي او د زمان مسؤليت دې پر غاړه واخلي. موږ بايد د شي جين پينګ د سپارښتنې او غوښتنې په جدي توګه عملي کړو او د سوسياليستي عصري قوي هېواد د ابادولو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای