CRI Online

بان کي مون : د هوا ککړتيا د له منځه وړلو په موخه د چين تدبيرونه اغېرمن دي او لاسته راوړنې لري

cri     (GMT+08:00) 2019-05-03 10:02:33

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د م م پخواني سرمنشي بان کي مون د مې په ۲ مه نېټه په سيول کې د کوريا جمهوريت او چين د مشهورو شخصيتونو په درېيم روزنيز کورس کې د لکچر ورکولو پر مهال په چين کې د هوا د ککړتيا يادونه وکړه او ويې ويل چې چين په دې وروستيو کلونو کې د هوا ککړتيا د مخنيوي او د چاپيريال ساتنې په مهم ارزښت پوه شوی او د اقليمي بدلون د مخنيوي په پار په پاريس تړون کې يې ګډون کړی دی. د چين حکومت د هوا د پاکولو لپاره اغېزمن تدبيرونه غوره کړي او ډېر پرمختګونه يې ترلاسه کړي دي، مثلاً ګڼ شمېر زاړه موټرونه يې له کاره ايستلي او هغه فابريکې يې بند کړي دي چې توليدي چارو يې چاپيريال سخت ککړ کړی دی.

نوموړي وويل، د کوريا جمهوريت حکومت د هوا د ککړتيا د له منځه وړلو لپاره ډېر تدبيرونه غوره کړي او دا يو ښه پيل دی او په دې برخه کې د چين له تجربو څخه زده کړه کولی شي.( زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای