د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې،د چين د شمېرنې ادارې تازه شمېرنه ښيي چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې په چين کې د جي ډي پي د هر يونيټ لپاره مصرف شوې انرژۍ د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪2.7 کمې دي.
د يادې ادارې د انرژۍ د شمېرنې رياست مشر ليو ون هوا وويل، چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې په چين کې د انرژۍ عرضه او اړتيا په مداومه توګه زياتې شوې دي. د دغې ادارې ابتدايي شمېرنه ښيي چې د روان کال په لومړۍ ربعه کې د مصرف شوو انرژيو عمومي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪3.5 زياته ده او په دې جمله کې د طبيعي ګازو او نورو پاکو انرژيو انډول ٪1.5 زيات او د سکرو انډول ٪1.8 ټيټ شوی دی.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |