CRI Online

د روسيې او امريکا ولسمشرانو د دوه اړخيزو او نړيوالو مسئلو په باب ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-04 15:49:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۳مه نېټه د دوه اړخيزو او نړيوالو مسئلو په باب ټلېفوني خبرې وکړې.

د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ولسمشر پوټين په همدې ورځ د امريکا په بلنه د دغه هېواد له ولسمشر ټرمپ سره اوږدې ټلېفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو پر اوسنيو حالاتو او راتلونکې بحث وکړ، په تېره بيا د اقتصاد د همکارۍ په اړه. دواړه خواوې د متقابلو ګټو پر بنسټ د اقتصادي اړيکو د ټينګښت هيلې لري او غواړي چې د ستراتيژيو د ثابتېدو په شمول پر ګڼ شمېر موضوعاتو بحث وکړي.

د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې ساره ساندرس د مې په ۳مه نېټه وويل، چې يادې ټلېفوني خبرې له يو ساعت څخه اوږدې وې. دواړو مشرانو د ونزويلا د حالاتو، د وسلو د کنترول، د کوريا ټاپوزمې د ذروي مسئلې او د (د روسيې دروازې) پېښې په مناسبت د پلټنې د راپور په شمول د يو لړ مسئلو په اړه بحث وکړ. ولسمشر ټرمپ په ټولنيزو رسنيو کې اعلان وکړ چې د ده او پوټين ترمنځ ګټورې خبرې وشوې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای