د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د 5G+4K+AI تخنيکونو په اساس د چين ميډيا ګروپ د يوې ميډيايي ازمويښتي خونې پرانيستونکي مراسم او د (پودونګ) دېرشمې کاليزې په نامه د مستندو ډرامو د شروع مراسم په شانګهای کې تر سره شول. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د تبليغاتي څانګې مرستيال او د ياد ګروپ مشر شن های شيونګ، د چين کمونېست ګوند د شانګهای ښاري کمېسيون مرستيال منشي او د دغه ښاروال اينګ يونګ په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.
د معلوماتو له مخې، په شانګهای کې د يادې خونې جوړونه د دغه ګروپ او شانګهای ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د ژورتيا لپاره يو مهم تدبير دی. د (پودونګ) دېرشمې کاليزې په نامه مستندې ډرامې چې شپږ برخې به ولري، د 4K تخنيک په اساس د (پودونګ) سيمې د ورخلاصون کيسې خپرې کړي. له دغو ډرامو څخه به د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د مخکښ او د نوښت او پرمختګ د پيشقدم په توګه د (پودونګ) بڼه څرګنده شي. دغه ډرامې به د ۲۰۲۰م کال په اپريل کې د (پودونګ) سيمې د جوړېدو د ۳۰مې کاليزې د يادونې په مناسبت خپرې شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |