د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کولتور او سيلانۍ وزارت د مې په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې د بېلا بېلو ځايونو د سيلانۍ د څانګو، د مخابراتو د شرکتونو او د سيلانۍ د انټرنيټي شرکتونو د عمومي شمېرنو له مخې، د سږ کال د کارګرو د نړيوالې ورځې په څلور ورځنۍ رخصتۍ کې چين کې د سيلانيانو عمومي شمېر ۱۹۵ مليونو تنو ته رسېدلی چې دغه رقم د ورته رخصتۍ په پرتله ديارلس اعشاريه اووه سلنه زيات شوی دی. په دې رخصتۍ کې د سيلانۍ عمومي ګټې ۱۱۷ مليارډو ۶۷۰مليونو يوانو ته رسېدلې چې دغه حجم د ورته رخصتۍ په پرتله شپاړس اعشاريه يو سلنه زيات شوی دی. ( غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |