CRI Online

اروپايي ټولنې، فرانسې، المان او بريټانيا پر ايران باندې د امريکا د نويو بنديزونو په مناسبت اندېښنې څرګندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-05 16:06:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو جګ پوړې استازې فدريکا موغيريني او د فرانسې، المان او بريټانيا د بهرنيو چارو وزيرانو د مې په ۴مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره په دې مناسبت افسوس او اندېښنې څرګندې کړې چې امريکا به هغو هېوادونو او سيمو ته مصئونيت ور نه کړي کوم چې له ايران څخه نفت وارد کړي. د دې ترڅنګ، امريکا به د ايران د ذروي تړون په چوکاټ کې د ذروي موادو د نه خپرېدو په اړه د ځېنو پروژو مصئونيت لغوه کړي.

د يادې اعلاميې له مخې، اروپايي ټولنه ، فرانسه، المان او بريټانيا په دې نظر دي چې د اړوندو بنديزونو له منځه وړل د ايران د ذروي مسئلې د هراړخيز تړون يوه مهمه برخه ده چې دا نه يوازې له بهرنيو خواوو سره د ايران د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو لپاره، بلکې د ايرانيانو د ژوند د تاًمينولو لپاره ګټوره ده. نوموړي په دې مناسبت ژور افسوس څرګند کړ چې امريکا د ايران له ذروي تړون څخه له وتلو وروسته پر دغه هېواد باندې بنديزونه بيا اعاده کوي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې اروپايي ټولنه، فرانسه، المان او بريټانيا به د اروپا له نورو ملګرو سره يو ځای له ايران سره د قانوني سوداګرۍ د ساتلو لپاره د INSTEX نظام په شمول يو لړ تدبيرونه ونيسي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای