CRI Online

د روسيې چارواکي: د امريکا بنديزونه به د روسيې او ايران ترمنځ په همکاريو کې خنډونه رامنځته نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-05 16:07:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين سيرګي ريابوکوف د مې په ۴مه نېټه وويل، پر ايران باندې د امريکا بنديزونه به د ذروي انرژۍ په شمول ځېنو ساحو کې د روسيې او ايران ترمنځ په همکاريو کې خنډونه رامنځته نه کړي.

د روسيې خبري رسنيو په همدې ورځ د هغه په قول خبر ورکړ چې هيڅ نوي بنديزونه به د روسيې او ايران ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د قانوني همکاريو مخنيوی ونه کړي. په تېر يو کال کې روسيه هم د امريکا له بنديزونو سره مخامخ وه، نو د امريکا له دغه شان کړنو سره يې مناسب عمل کړی دی. خو ايران په دې برخه کې لا زياتې تجربې لري، نو روسيه به په سړه سينه د امريکا ګواښ ته وګوري او سر به ټيټ نه کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای