د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو د وزير مرستيال سيرګي ريابکوف د مې په ۴ مه نېټه وويل چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوًروف او د ونزويلا د بهرنيو چارو وزير جورج اريازا به د روانې مياشتې په ۵ مه نېټه د روسيې په پلازمينه مسکو کې د ونزويلا حالاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
د مالوماتو له مخې، دواړه وزيران به د ونزويلا حالاتو د اړوندو مسئلو په اړه د نظرونو تبادله وکړي، په تېره بيا په دې اړه چې ځينې هېوادونه غواړي پر ونزويلا باندې فشار واچوي.
نوموړي زياته کړه چې روسيه او ونزويلا يو د بل د باوروړ ملګړي دي او دواړه هېوادونه په زياتو مسئلو کې نږدې دريځ لري. اوس دواړه هېوادونه بايد د يو لړ مسئلو په اړه خبرې اترې وکړي او ژور فکر وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |