د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا د انکشافي بانک د شورا ۵۲مه کلنۍ غونډه د مې په ۳مه او ۴مه نېټه د فيجي په نادي کې ترسره شوه. د چين د ماليې وزير ليو کون د يو پلاوي په مشرۍ په دغه غونډه کې ګډون کړی و.
ليو کون خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، په داسې حال کې چې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ سرعت ورو شوی او د کمزورېدو ګواښ يې رامنځته شوی، د اسيا او ارام سمندر سيمې بېلا بېل هېوادونه بايد د اقتصاد د ثابت پرمختګ د ساتلو لپاره له خپلو حالاتو سره سم د اقتصاد مناسبې عمومي تګلارې غوره کړي، بايد پر څواړخيز نظام ټينګار وکړي او د سيمه ييز اقتصاد ګډې ګټې دې عملي کړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد او پولي چارو ثبات دې وساتي.
ښاغلي ليو کون پر دې ټينګار وکړ چې د اسيا انکشافي بانک بايد د څواړخيز ډګر په توګه رول ولوبوي او د نړيوال پرمختګ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره دې بېلا بېلې خواوې وهڅوي. دغه بانک بايد د مېکون سيند د دوهمې سيمې او د منځنۍ اسيا سيمې په شمول ځينو سيمو کې د اقتصادي همکارۍ له ميکانيزم څخه ملاتړ پياوړی کړي او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز سره دې همکارۍ لا نږدې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |