د چين اقتصاد ورځپاڼې خبر ورکړی چې د ډيجيټالي چين د ابادۍ د برياليتوبونو دوهم نندارتون د مې په پنځمه نېټه د فو جيان ولايت په فو جوو ښار کې پرانيستل شو.
د مالوماتو له مخې، دغه نندارتون د عمومي برخې، ډيجيټالي حکومت، ډيجيټالي اقتصاد، شعور لرونکې ټولنې، ډيجيټالي ژوند، ډيجيټالي فو جيان ( د چين يو ولايت ) او عمده مېلمه ولايتونو په شمول ۷ فرعي برخې لري چې پکې د ډيجيټالي حکومتي چارو، شعور لرونکو ښارنونو، لوی ارقام، د مالونو انټرنيټ،، مصنوعي ځيرکتيا او صنعتي انټرنيټ په اړه زيات مالومات ليدل کيږي. د دې نندراتون مساحت ۵۶۰۰۰ متره مربع ته رسيږي چې د چين ۳۱ ولايتونه، مستقيم اداري ښارونه، کورواکې سيمې او د هانکانګ، مکاو او تايوان ۴۲۱ سازمانونه او شرکتونه پکې برخه لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |