CRI Online

د چين د وارداتو او صادراتو له ۱۲۵ م فېر څخه د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراتو هېوادونو او سيمو ته د صادراتو ارزښت لوړ شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 14:04:30

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د وارداتو او صادراتو ۱۲۵م فېر د مې په ۵ مه نېټه د دغه هېواد په ګوانګ جو ښار کې پای ته ورسيد. په دغه فېر کې د صادراتو ارزښت او د توکو اخيستونکو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله لږڅه کم و، خو د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراتو هېوادونو او سيمو ته د صادراتو وضعيت ترې ښه ښکاره شوی او صادراتي ارزښت يې نږدې ٪10 زيات شوی دی.

ياد فېر ته د ۲۱۳ هېوادونو او سيمو نږدې ۲۰۰ زره کسان د شيانو اخيستلو لپاره راغلي وو چې دغه شمېر د ۲۰۱۸ کال د پسرلني فېر په پرتله ٪3.88 کموالی ښيي. له دغه فېر څخه بهرنيو هېوادونو ته د صادر شوو توکو عمومي ارزښت 199 مليارډه او 500 مليونه يوانه يعنې شاوخوا 29 مليارډه او 730 مليونه امريکايي ډالره ښودل شوی چې دغه شمېر د تېر پسرلني فېر په پرتله ٪1.1 کم دی.

له دغه فېر څخه د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پراتو هېوادونو او سيمو ته د صادر شوو توکو ارزښت 10 مليارډو او 630 مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪9.9 زيات دی او د دغه فېر د ټولو صادراتو په ارزښت کې يې ٪35.8 برخه جوړه کړې ده. دغه راز دغه فېر ته د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو او سيمو څه باندې 88 زره سوداګران د شيانو اخيستلو لپاره راغلي وو چې پکې د ټولو شيان اخيستونکو ٪45 برخه نيولې او د تېر کال په پرتله زيات دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای