د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د چين د يون نان پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي لومړۍ ګډه غونډه او د علمي تبادلې سمينار د ايران په تهران پوهنتون کې پرانيستل شو، د يون نان پوهنتون او تهران پوهنتون کنفوسيوس پوهنځي، د بنګلاديش داکه پوهنتون کنفوسيوس پوهنځي او د شمال جنوب پوهنتون کنفوسيوس پوهنځي او د ميانمار د فوچينګ کنفوسيوس پوهنځي په شمول د څلورو کنفوسيوس پوهنځيو استازو په ياده غونډه کې ګډون کړی دی.
ګډونوالو ويناوې وکړې او بحث يې وکړ، چې څنګه د غوره څانګو په وسيله د کنفوسيوس پوهنځي پراختيا او بدلون ته وده ورکړي، څنګه د کلتوري فعاليت او خپرونو په وسيله د کنفوسيوس اغېزه ښه کړي او څنګه د چيني ژبې د ښوونکو ډله وروزي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |