CRI Online

وانګ يانګ له ۱۱م پانچن لاما باينچېن ايرديني کويګيجابو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 15:28:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د سياسي بيورو غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس وانګ يانګ د مې په پنځمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې له ۱۱م پانچن ايرديني کونګيجابو سره وکتل.

باينچېن وانګ يانګ ته هادا وړاندې کړه او د وروستيو کلونو د زده کړې او ژوند مالومات يې ورته وويل. وانګ يانګ د بوديزم، کولتوري سويې او مذهبي اغيزې په برخه کې د پانچن لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د شي جين پينګ په مرکزيت د کمونېست ګوند د مذهبي مشرانو برياليتوبونو او پرمختګ ته پاملرنه کوي. پانچن تبتي بوديزم ستر ژوندی بودا او مذهبي مشر دی او د هېواد د يووالي او ملي وحدت د ساتنې دنده لري.

پانچن وويل، زه به د هېواد د يووالي، ملي وحدت، ټولنيز ثبات او مذهبي همغږۍ د ساتنې لپاره خپل خدمتونه لا ګړندي کړم. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای