CRI Online

پر ځمکې سر د سکرو هغه کان چې پخوا په اسيا کې تر ټولو لوی و، اوس د ساعتيرۍ ځای ګرځيدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 15:42:01

د چين د لياو نينګ ولايت د فو شين په ښار کې د های جو په نوم پر ځمکې سر د سکرو کان پخوا په اسيا کې تر ټولو لوی و چې په څه دپاسه نيمې پيړۍ کې د چين پرمختيا لپاره يې غوره سکاره برابر کړي دي. د ۲۰۰۵ کال په جون مياشت کې دغه کان وتړل شو او وروسته په اصلي ځای کې د کان غرنی باغ جوړ شو چې د لومړۍ ډلې په صنعتي ميراث ځايونو کې يو باغ دی. دغه ځای اوس د ځايي اوسيدونکو د ساعتيرۍ لپاره يو ښه ځای ګرځيدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای