CRI Online

محمد اشرف غني: افغانستان به له چين سره يو کمربند او يوه لار جوړه کړي او خپلمنځي همکارۍ به پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 16:06:50

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مې په ۵ مه نېټه وويل چې افغانستان به له چين سره په ګډه يو کمربند او يوه لار جوړه کړي او په بېلابېلو برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

يادې خبرې اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د چين د سره صليب ټولنې له رئيس او د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوالې ګډې ټولنې له مرستيال چن جو سره د کتنې پر مهال وکړې. نوموړي په دغه کتنه کې په چين کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د ۲ م فورم د ترسره کېدو له امله توده مبارکي وويله او څرګنده يې کړه چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د سيمې د هېوادونو د ګډې ودې لپاره دی، دا وړانديز د بېلابېلو هېوادونو د خلکو لپاره ګټه لري او د چين د مشرانو سياسي پوهې ترې ښکاري. افغانستان غواړي له چين سره په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو له لارې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي او د افغانستان د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پټ قوت راپورته کړي.

همدارنګه نوموړي د چين له سره صليب ټولنې څخه د هغو ناروغو افغانانو د درملنې په پار مننه وکړه چې په مورزادي ډول د زړه په ناروغۍ اخته شوي وو او په چين کې يې د دوی درملنه وکړه.

چن جو د خپلو خبرو پرمهال وويل، چې افغانستان ته د ده د دغه سفر هدف د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو موافقو پلي کول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو د تګ راتګ زياتول ، د دواړو هېوادونو د سره صليب ټولنو ترمنځ د همکاريو پياوړي کول او په افغانستان کې د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوالې ګډې ټولنې او نورو نړيوالو ارګانونو د بشري مرستندويه چارو پرمخبيول دي. چين او افغانستان د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې په برخه کې ځيني پرمختګونه ترلاسه کړي، چين غواړي له افغانانو سره زياتې بشري مرستې وکړي. چين د افغانستان د روغې جوړې له هغه بهير څخه چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت ترسره کېږي، پوره ملاتړ کوي او هيله لري چې افغانان ژر ترژره سوله ييز او هوسا ژوند ولري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای