CRI Online

مايک پومپيو : امريکا لاهم غواړي د خبرو اترو له لارې له کوريا ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو د پاکولو په برخه کې پرمختګونه ترلاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 16:09:13

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د مې په پنځمه نېټه د امريکا له اې بي سي يعنې بروډکاسټينګ کمپنۍ سره د مرکې پر مهال وويل، چې امريکا پدې اند نه ده چې پدې وروستيو ورځو کې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت لخوا توغول شوی د لنډ واټن توغندی امريکا ګواښوي، امريکا لاهم غواړي د خبرو اترو له لارې له دغې ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو د پاکولو په برخه کې پرمختګونه ترلاسه کړي.

نوموړي وويل، چې امريکا او ډيموکراتيکه کوريا لاهم د سلامشورو له لارې د هغې موخې د پوره کولو فرصت لري چې په بشپړ او رښتينۍ ډول له کوريا ټاپووزمې څخه اټومي وسلې له منځه يوسي. د دواړو هېوادونو مشرانو په هانوي کې له ملاقات وروسته سره رابطه کړې ده، هيله ده چې په راتلونکو څو اوونيو کې به يې رابطې لازياتې شي او د کوريا ټاپووزمې د نا اټومي کولو په برخه کې به لاسته راوړنې ولري. خو نوموړي زياته کړه چې په عين حال کې به پر ډيموکراتيکې کوريا د امريکا بنديزونه لاهم دوام ولري.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای