CRI Online

هوانګ کون مينګ: له معلوماتي تکنالوژۍ څخه بايد ښه ګټه پورته کړو او د هېواد باکيفيته پرمختګ ته دې نوی خوځنده ځواک ورکړو

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 16:16:29

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کمېټې د مطبوعاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ د ډيجيټلي چين سرمشريزې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته د وينا پر مهال له ګډونوالو څخه هيله وکړه چې د انټرنيټي تاسيساتو د جوړونې، د مخابراتي چارو د پرمختګ او په انټرنېټ کې د معلوماتو د امنيت ساتلو په اړه د شي جين پينګ مهمه مفکوره عملي کړي، د ډيجيټلي چين د معلوماتي تکنالوژۍ او د ځيرکې ټولنې په نوم د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختيايي ستراتېژيو د پلي کولو لپاره دې هڅې وکړي،موږ بايد له معلوماتي تکنالوژۍ څخه ښه ګټه پورته کړو او د هېواد باکيفيته پرمختګ ته دې نوی خوځنده ځواک ورکړو.

نوموړي وويل، موږ بايد د عصري تکنالوژۍ د نوي انتقلاب له ښه فرصت څخه ګټه پورته کړو او د هېواد د پرمختګ په مهم پړاو کې له نويو انټرنيټي تخنيکونو څخه په استفادې ډيجيټلي اقتصاد ته پرمختګ ورکړو.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای