CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د چين ګروپ په امريکا کې د مشورې لپاره چمتو شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 17:41:27

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين هيله لري چې امريکا له چين سره يو د بل لور ته تګ راتګ وکړي او د متقابل درناوي پر بنسټ د ګډو ګټو د ساتلو لپاره تړون لاسليک کړي. د چين ګروپ چمتو شوی چې د مشورې لپاره امريکا ته حرکت وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ځايي وخت د مې په ۵مه نېټه ويلي و چې امريکا به د مې له لسمې نېټې څخه د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو باندې تعرفې زياتې کړي چې انډول به يې له لس سلنې څخه پنځه ويشت سلنې ته لوړ شي. وياند ګنګ شوانګ په دې اړه وويل، دغه شان حالات پخوا څو څو ځله رامنځته شوي دي، خو د چين دريځ او رويه دايمي او ښکاره ده. د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ په اړه د لسو پړاوونو مشورې تر سره شوې دي او پکې مثبتې ترقۍ او لاسته راوړنې تر لاسه شوې دي. هيله لرو چې امريکا له چين سره يو د بل لور ته تګ راتګ وکړي او ګډ کوښښونه وکړي، تر څو د متقابل درناوي پر بنسټ د ګډو ګټو د ساتلو لپاره تړون لاسليک کړي. دا نه يوازې د چين او امريکا د ګټو لپاره ګټوره ده، بلکې د نړيوالې ټولنې تمه هم ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای