د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا د ملي دفاع وزارت څو ورځې مخکې په ۲۰۱۹م کال کې د چين د نظامي قوت راپور خپور کړی دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۶مه نېټه په دې اړه وويل، چين له امريکا څخه غواړي چې د سړې جګړې له مفکورې او د صفر او جمع د سيالۍ له باطل شوي نظر څخه لاس واخلي. امريکا دې په عيني او عقلي توګه د چين ستراتيژيکې طرحې او دفاعي ابادۍ ته وګوري او کال په کال دې نامسولانه راپور نه خپروي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |