CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين پر ايران باندې د امريکا له يو اړخيز بنديز لګولو سره ټينګ مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 19:49:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۶ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې چين په ټينګه توګه پر ايران باندې د امريکا له يواړخيز بنديز لګولو او "د اوږد مټ لرونکي واکمن"سره مخالفت کوي، د امريکا هغو کړنو چين ډېر خواشينی دی چې د ايران د اټومي مسئلې وضعيت يې لا خړپړ کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې د نړيوالو قوانينو په چوکاټ کې له ايران سره د بېلا بېلو خواوو همکارۍ له عام احساس، دليل او قانون سره سمون خوري او بايد ورته درناوی وشي او وساتل شي. د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون د خپلو ذروي موادو د نه خپرېدو ژمنه ساتلې او په سوله ييز توګه د ذروي انرژۍ کارولو د حق توازن يې ساتلی او دا هم د امريکا په شمول د بېلا بېلو خواوو له ګټو سره سمون خوري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای