د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۶مه نېټه په دې مناسبت چې په همدې ورځ د روسيې په مسکو کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې په بيړنۍ توګه د ښکته کولو او پکې د اور لګېدلو له امله سخته مرګژوبله رامنځته شوې، د دغه هېواد ولسمشر ولاډيمير پوټين ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه.
د چين صدراعظم لي که چيانګ هم په همدې ورځ په دې مناسبت د روسيې صدراعظم ډيمتري ميدويدف ته د خواخوږۍ پيغام ولېږه. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |