د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په پنځمه نېټه د دولتي شورا د دايمي چارو د يوې غونډې مشري وکړه او ويې ويل چې د روان کال تر پايه پورې به په ټول هېواد کې د ولايتي پولو په اوږدو کې د ګړنديو سړکونو د حق عبورمرکزونو د لېرې کولو لپاره هڅې وکړي او د خلکو تګ راتګ او د مالونو ليږدونې ته به اسانتياوې برابرې کړي.
د دغې دندې د تر سره کېدو په موخه په دې غونډه کې ټاکل شوي چې لومړی اړوندې څانګې بايد د چين د ګړنديو سړکونو د عصري کېدو سويه لوړه کړي او د اي تي سي (ETC) سيستم دې غوره کړي.دوهم بايد د لاريو د تګ راتګ لګښتونو د حسابولو لارې چارې ښې شي او درېيم اړوند نظام او تګلارې بايد لا بشپړې شي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |