CRI Online

د فرانسې ولسمشر په اروپايي کمېسيون کې د روسيې د پاتې کېدو هيله څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-07 10:27:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د مې په ۶ مه نېټه وويل، که څه هم د روسيې او اروپايي کمېسيون تر منځ د نظريو توپيرونه شتون لري، خو هيله لرم چې روسيه په دې کمېسيون کې پاتې شي.

هغه په همدې ورځ په پاريس کې د اروپايي کمېسيون له سرمنشي توربجويرن جاګلنډ سره ليدنه وکړه او له ده سره يې په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل، هيله لرم چې روسيه په اروپايي کمېسيون کې پاتې شي. اروپايي کمېسيون روسيې ته او هم روسيه اروپايي کمېسيون ته اړتيا لري. د دې کمېسيون د يوه غړي هېواد په توګه د روسيې حقوقو درناوی دې وساتل شي، روسيه بايد د دې کمېسيون په باب خپله وظيفه پر غاړه واخلي.

مکرون وويل، د اروپايي کمېسيون د عادي چارو او د اروپايانو د ګډ ټاټوبي او د ده دندې پر وړاندې يو لړ ننګونې شتون لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای