CRI Online

په چين کې د څه باندې ۶۰ کلنو زړو کسانو شمېر ۲۴۹ مليونو ته رسيدلی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-07 10:34:35

د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې د ۲۰۱۹کال لپاره د چين د زړو کسانو کاري دفتر د مسئولينو غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه او پکې د چين د نفوسو د زوړوالي حالت په هکله بحثونه شوي او په دې برخه کې سږنۍ دندې ترتيب شوې دي.چين د زوړوالي مرحلې ته داخل شوی او تر اوسه د څه باندې شپېتو کلنو زړو کسانو شمېر ۲۴۹ مليونو ته رسيدلی چې دغه رقم د چين د عمومي نفوس په سلو کې ۱۷ اعشاريه ۹ برخه نيسي.

په دې غونډه کې د نفوسو له زوړوالي سره د مقابلې لپاره سالمه ستراتيژي وړاندې شوې او اړوندې څانګې بايد د روغتيايي معلوماتو،د ناروغيو د مخنيوي او درملنې،د روغتيايي حالت د بيا تر لاسه کولو او د زړو کسانو د پالنې په شمول ډېرو برخو کې د دغه ډول کسانو لپاره روغتيايي او خدمتي سيستم بايد بشپړ شي،د زړو کسانو لپاره دې مخامخ طبي خدمتونه تر سره کړي،د اوږدې مودې لپاره د کمزورو زړو کسانو د پالنې لپاره دې خدمتي سيستم رامنځته شي، د طبي سرچينو او د زړو کسانو لپاره د خدمتي سرچينو د سره يو ځای کېدو لپاره دې لازمې اړينې هڅې وشي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای