CRI Online

د امريکا د دفاع سرپرست وزير: د الوتکو وړونکو بيړيو ګروپ ځای پر ځای کول د ايران احتمالي ګواښونو ته ځوابي عمل دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-07 15:36:57

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع سرپرست وزير پاتريک شاناهان د مې په ۶مه نېټه وويل، په منځني ختيځ کې د الوتکو وړونکو د بيړيو ډلې ترتيباتو په شمول د دغه هېواد نظامي فعاليتونه د ايران د حکومتي پوځ لخوا د احتمالي ګواښونو ته ځوابي عمل دی.

نوموړي په همدې ورځ دا امر کړی چې د ابراهم لينکولن په نامه د الوتکو وړونکو بيړيو ګروپ او د بمبار کوونکو الوتکو ځانګړې ليږدوونکې ډله د امريکا د مرکزي قومندانۍ څانګې تر ادارې لاندې سيمه کې ځای پر ځای شي. د امريکا دغه عمل د نظامي تأسيساتو محتاطانه ترتيبات دي تر څو د ايران د حکومتي پوځ لخوا د احتمالي ګواښونو ته ځواب ورکړي.

هغه وويل، امريکا به د دغه هېواد په وړاندې د ايران هر بريد ته ځواب ورکړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای