د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د زيرمې فدرالي کميټې د مې په شپږمه نېټه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې د دې هېواد د پولي سيستم پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه د هغو شرکتونو او کمپنيو د پورونو زياتوالی دی چې له ډېرو ننګونو او چلنجونو سره مخ دي.ښايي د امريکا د اقتصادي پرمختګ له وروالي څخه د تصديو او کمپنيو پورونو د بازار کمزورتيا څرګنده شي.
يادې کمېټې په همدې ورځ د پولي ثبات په هکله راپور کې ويلي چې د غير پولي تصديو پورونه ډېر دي په تېره بيا د يادو تصديو او کمپنيو پورونه په چټکه توګه زيات شوي چې دا به د بازاري انديښنې سبب شي.خو د دې راپور له مخې د معمولي کورنيو پورونه لاهم په ثابته سويه ساتل شوي او د نانکي چارو پر وړاندې ننګونې لږ څه کمې شوې ،دغه راز په پولي چارو کې د پيسو راغونډولو ننګونې هم لږې دي او د امريکا د لويو بانکي سرمايو حالت ښه دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |