د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۷مه نېټه له امريکا سره په اقتصادي او سوداګريزو مشورو کې د ګډون په هکله امريکا ته د ليو هه د سفر د يادونې په وخت کې وويل، چې متقابل درناوی، مساوات او ګډې ګټې د دواړو خواوو ترمنځ د تړون د لاسليکېدو مخکيني شرايط او بنسټونه دي. هيڅ مسئله به د ګمرکي تعرفو د زياتوالي له لارې حل نه شي. چين تضادونه نه پټوي او يادو مشورو ته د دوام ورکولو په اړه صداقت او ښه نيت لري.
د معلوماتو له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د صدراعظم مرستيال او د چين او امريکا ترمنځ د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو چيني لارښوونکی ليو هه به د مې له ۹مې نېټې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې د امريکا د سوداګريز استازي لاغڅيزر، د ماليې د وزير منوچين په بلنه امريکا ته سفر وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ به د اقتصادي او سوداګريزو مشورو په ۱۱م پړاو کې برخه واخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |