CRI Online

لوېديځ هېوادونه بايد له چين سره د تماس نيولو لپاره بله لاره ولټوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 10:00:21

د چين د مسئلو په اړه د بريتانيا مشهور کارپوه او د کامبريدګی پوهنتون لوړپوړي څېړوونکي مارتين جاکويس څو ورځې مخکې يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې و، چين به په ګرده نړۍ کې څه ډول لوی هېواد وګرځي؟ هغه په دې مقاله کې ليکلي، لوېديځ هېوادونه په تېره بيا امريکا بايد له چين سره د تماس نيولو لپاره بله لاره ولټوي، او دغه نظر دې پرېږدي چې زه بايد په نړۍ کې تل لومړی مقام ولرم. امريکا بايد د يو پياوړي سيال په توګه چين ومني او له چين سره د همکارۍ او مقابلې لپاره دې لارې ولټوي.

مارتين جاکويس په خپله مقاله کې دې ته اشاره کړې چې چين هم تمدن او هم قومي ځانګړتيا لرونکی هېواد دی. چين تر يو تمدن لاندې څو سياسي نظامونه لري. که څه هم د چين سياسي نظام له لوېديځو هېوادونو سره ستر توپيرونه لري، خو پوره ملاتړ او قانونيت لري. د چين او لوېديځو هېوادونو تاريخ ته په کتو دغه ټکي ته رسېږو چې لوېديځو هېوادونو هميشه پوځي قوت ته او چينايانو کلتوري قوت ته ډېره پاملرنه کړې او کوي يې.

نوموړي زياته کړه، چين په ګرده نړۍ کې د يو لوي هېواد په توګه څو ځانګړتياوې لري. لومړی: د چين د اقتصادي پرمختګ برياليتوبونه د ليدو وړ دي. د اټکل له مخې له ۲۰۳۰م څخه تر ۲۰۳۵م کال پورې به د چين GDP د ګردې نړۍ د عمومي اندازې يو په درېيمه برخه ونيسي او د چين اقتصادي اندازه به د امريکا او اروپا د اقتصاد له عمومي اندازې څخه زياته شي. دوهم: د چين په ديپلوماتيکو اړيکو کې له پرمختيايي هېوادونو سره اړيکې لومړيتوب لري. درېيم: د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ښايي د دې هېواد د ادارې شکل ته ستر بدلون واړوي، ژن مين بي به د دې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو کې لا نور مهم شي او په اړوندو پروژو کې به د چين د قانوني وينا کولو حقونه لا زيات شي. څلورم: د چين او امريکا د سيالۍ کليدي مسئله سوداګري نه بلکې نوښتي چارې دي. د چين اقتصادي پرمختګ د امريکا لپاره سخته ننګونه ده، خو امريکا د سوداګرۍ ساتونکې غوښتنه غوره کړې چې دا يوه غلطه لاره ده. اوس چين د نوښت په برخه کې پياوړی قوت لري او چيني تصدۍ ډېر حياتي ځواکونه لري. د امريکا تصدۍ بايد د چين په اقتصاد کې ګډون وکړي او د چيني تصديو د زده کړې وړ شيان بايد زده کړي، دا ډېره مهمه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای