د سين هوااژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۷مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين او جاپان به د مې له ۱۰مې نيټې څخه تر ۱۱مې نيټې پورې د جاپان په وتارو ښار کې د سمندري چارو په هکله د لوړې سطحې سلامشورې تر سره کړي. د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو، دفاعي چارو، په سمندر کې د قانوني چارو او د ادارې په شمول د ځينو ارګانونو مسئولين او کارکوونکي به په دغو سلامشورو کې ګډون وکړي.
ګنګ شوانګ وويل، دغه سلامشورې د سمندري چارو په هکله د دواړو خواوو تر منځ د هراړخيزو همغږيو ميکانيزم دی. چين هېله لري چې د سمندري چارو په هکله له جاپان سره په پوره توګه د نظريو تبادله وکړي او يو د بل باور او تفاهم پياوړی کړي.
ژباړونکې:ډېوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |