CRI Online

د وزيرانو په کچه د شمالي قطب د شورا په يوولسمه غونډه کې ګډه اعلاميه تصويب نشوه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 10:52:46

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د وزيرانو په کچه د شمالي قطب د شورا يوولسمه غونډه د مې په ۷مه نېټه د فنلنډ په روانيمي ښار کې پای ته ورسيده. په دغه غونډه کې د امريکا د مخالفت له امله ګډه اعلاميه خپره نشوه او دا د دغې شورا په ۲۳ کلن تاريخ کې لومړی ځل دی چې داسي حالت رامنځته کيږي.

د فنلنډ د بروډکاسټينګ کمپنۍ ويلي چې امريکا او نور غړي هېوادونه د اقليمي بدلون په مسئله کې اختلافات لري او د ګډې اعلاميې لايحه نه مني. د دغې غونډې د رئيسه هېواد په توګه فنلنډ د رکود ختمولو لپاره وړانديز وکړ چې د ګډې اعلاميې پر ځای يو ګډ سند خپور کړي. په دغه سند کې د شمالي قطب په سيمه کې د سولې، ثبات او رغنده همکارۍ پر ساتنې بيا ټينګار شوی، خو د اقليمي بدلون په هکله پکې هيڅ نه دي ياد شوي. په ياده غونډه کې د دغې شورا د اتو غړيو هېوادونو استازو په ياد ګډ سند لاسليکونه کړي دي. دغه راز د دغې غونډې ريسه هېواد فنلنډ هم اعلاميه خپره کړې چې د لاسليکولو اړتيا نه شته او پکې د اقليمي بدلون پر اهميت يې ټينګار کړي دی.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای