CRI Online

چين به نورو هېوادونو ته د چيني کتابونو د معرفي کولو پلان د پلي کولو له لارې د چاپ چارو د باکيفيته پرمختګ لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 10:58:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د مې په اوومه نېټه د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې نورو هېوادونو ته د چيني کتابونو د معرفي کولو پلان په هکله کاري غونډې خبر ور کړ چې چين به د موضوع ګانو د ټاکلو،د ژبو د ژباړلو،د کتابونو د معرفي کولو او د بهرنۍ ادارې په شمول څلورو برخو کې خپل توان پياوړی کړي تر څو د بهرنيو هېوادونو پر وړاندې د چين د چاپ چارې غښتلې شي.

په ياده غونډه کې د ۳۸ اړوندو اورګانونو استازو وويل چې دوی به په راتلونکې کې په رئيس شي جين پينګ پورې د اړوندو کتابونو د ژپاړلو او د چاپ کارونه په ښه توګه تر سره کړي او په لازياتو ژبو د ژباړل شويو کتابونو د چاپولو،د چيني کتابونو د خپرولو او معرفي کولو په برخو کې به اړوند کارونه سرته ورسوي.د دې ترڅنګ دوی بايد په تېرو اوياوو کلونو کې په بېلا بېلو ساحو کې د نوي چين پرمختيايي لاسته راوړنې نړيوالو ته وړاندې کړي،په فعاله توګه دې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ له غوښتنې سره سم ځانګړی کتابونه چاپ کړي او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د چاپونې په برخه کې دې د چين اغيزه پياوړې کړي.سربېره پردې اړوندې څانګې بايد د غوره عنعنوي کلتور د معرفي کولو ترڅنګ په اوسنۍ زمانه کې د چين کلتوري لاسته راوړنې نړيوالو ته وړاندې کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای