CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو له بغداد څخه ناڅاپي ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 14:05:03

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو د مې په ۷مه نېټه د عراق له بغداد څخه ناڅاپي ليدنه وکړه او د دغه هېواد له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د ايران له ګواښونو سره مقابله وکړي او په عراق کې د امريکا ګټې تامين کړي.

هغه جرمني ته ټاکلي سفر لغوه کړ او په ناڅاپي توګه يې له عراق څخه څلورو ساعته ليدنه وکړه. په دې هکله پومپيو وويل، د ايران پوځ خپل نظامي فعاليتونه لوړوي او په نژدې راتلونکې کې د بريدونو دقيق ګواښونه لري.

نوموړي د عراق له ولسمشر برهم صالح او صدراعظم عادل عبدل مهدي سره له ليدنو وروسته وويل، د عراق ولسمشر او صدراعظم دواړو ژمنه کړې چې په عراق کې د امريکا د ګټو ساتل د دوی مسئوليت دي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای