CRI Online

په اپرېل کې د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره د مارچ مياشتې په پرتله ۳ مليارډه ۸۰۸ مليونه امريکايي ډالره ټيټه شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 15:35:31

د چين د بهرنيو اسهامو د دولتي ادارې د اپرېل په اوومه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د ۲۰۱۹ کال د اپرېل تر پايه پورې د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره ۳۰۹۴ مليارډو ۹۵۳ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې چې دغه رقم د مارچ مياشتې په پرتله ۳ مليارډه ۸۰۸ مليونه امريکايي ډالره ټيټ شوی دی. په تېرو مسلسلو پنځو مياشتو کې مخ پر ودې بهير پای ته رسېدلی دی. د اړوندو څېړونکو په اند ، که څه هم د نړيوالو اقتصادي او پولي بازارونو راتلونکی له نامعلوم حالت سره مخ دی، خو بيا هم د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره عموما ثابت دی او ټينګ بنسټ لري.

د چين د بهرنيو اسهامو د دولتي ادارې وياندې او لوی اقتصادپوهې وانګ چون اينګ وويل، که څه هم د اپرېل په مياشت کې د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره لږ څه کمه شوې،خو په دغه مياشت کې د بهرنيو اسعارو بازار لاهم ثبات ساتلی دی. هغې وويل چې په نړوال پولي بازار کې، د امريکايي ډالرو انډول لږ تر 0.2٪ پورې لوړ شوی، خو د نړيوالو پورونو انډول اساسا برابر دی.

د چين د بهرنيو اسعارو د پانګونې انسټيټيوټ مشرې تان يا لينګ وويل چې د چين د بهرنيو اسعارو د ذخيرې کمښت د صادراتو له لارې د بهرنيو اسعارو د لاسته راوړلو سره ډېرې اړيکې لري.

(اواز ۱)

د بهرنۍ سوداګرۍ اړوندې شمېرې د تېرې مودې په پرتله لږي دي. ځکه چې د بهرنيو اسعارو سرچينه په ټوله کې د صادراتي ګټو پر انډول پورې تړلې ده ، خو د تبادلې ارزښت پخپله ډېر بدلون نه کوي او د امريکايي ډالرو تبادلوی ارزښت اوس مخ په لوړېدو او ثابت حال کې دی.

د ۲۰۱۸ کال له نومبر راهيسې د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره په مسلسلو پنځو مياشتو کې لوړه شوې ده. له تازه شمېرنې سره سم د چين د بهرنيو اسعارو ذخيره ټيټه شوې او د زياتوالي تمايل يې ختم شوی دی. تان يا لينګ وويل ، امکان شته چې په يوه راتلونکې موده کې د بهرنيو اسعارو ذخيره بېرته له ۳۰۰۰ مليارډو ډالرو نه کمه شي. مېرمن تان د چين د بهرنيو اسعارو د ذخيرې د راتلونکي حالت په اړه وويل

(اواز ۲)

لومړې دا د سوداګرۍ مسئله ده چې راتلونکی به يې څنګه وي؟ چې دا يو ناڅرګند حالت دی. دويمه دا ده چې د بهرنيو اسعارو ذخيره زموږ له صادراتو سره ډېرې مهمې اړيکې شتون لري.

نوموړې وويل چې اوس چين د جوړښتي اصلاحاتو په کليدي موده کې دی ، د بهرنيو اسعارو د ذخيرو په ګډون د يو لړ اقتصادي شاخصونو بدلونونه عادي پېښې دي. د دې په قول اټکل کېږي چې د روان کال په دوهمه نيمايي کې به د بهرنيو اسعارو ذخيره سم لوري ته بېرته روانه شي.

د چين د بهرنيو اسهامو د دولتي ادارې وياندې وانګ چون اينګ وويل ، که څه هم په نړيوالو اقتصادي او پولي مارکيټونو کې لاهم ناڅرګند حالت روان دی، خوچين به د اوږدې مودې مثبتې اقتصادي ودې ته دوام ورکړي او په پر له پسې توګه به د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلاره پلې کړي . د چين د اقتصاد او تګلارو د ثابتو عواملو تر چتر لاندې به ، د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د پانګونو راتلونکی تګ راتګ په اساسي ډول متوازن وي او د چين د بهرنيو اسعارو د ذخيرې کچې د ټول ثبات لپاره به ټينګ بنسټ برابر کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای