CRI Online

د امريکا په يو ښوونځي کې د ډزو پېښې اته تنو ته مرګژوبله اړولې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 15:33:58

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په اومه نېټه د امريکا د کولورادو ايالت د دينوير ښار په اطرافي سيمه کې په يو حکومتي ښوونځي کې د ډزو پېښې له امله يو تن وژل او لږ تر لږه اوه تنه نور ټپيان شوي. د پېښې په تړاو دوه شکمن مجرمين نيول شوي دي.

ځايي رسنيو د پوليسو په قول خبر ورکړ، د همدې ورځې د ماسپښين په کابو دوو بجو دوو زده کوونکو په دوو ټولګيو کې ډزونه وکړل چې څو تنه ټپيان شول. ور پسې ټپيان روغتون ته وليږدول شول او يو ۱۸ کلن زده کوونکی وروسته د سختو ټپونو له امله مړ شو. پوليسو وويل، د پېښې په ځای کې لږ تر لږه يوه توپنچه پيدا شوې ده، دوه شکمن مجرمين د دې ښوونځي زده کوونکي دي او تر دې پېښې مخکې يې په ښوونځي کې له نورو کسانو سره جنجال کړی و. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای