CRI Online

د چين استازي د سوله ساتونکو هېوادونو د سولې ساتلو توان ابادۍ ته په درنه سترګه ګوري

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 16:02:39

د سين هوااژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شوی د می په ۷مه نېټه د م م د سوله ساتونکو فعاليتونو په پرانيستې مباحثوي غونډه کې وويل، نړيواله ټولنه بايد د سولې ساتلو لپاره د عسکرو ليږونکو هېوادونو د سولې ساتلو توان ابادۍ ته په درنه سترګه وګوري او په فعاله توګه د سولې ساتلو توان پياوړتيا لپاره د ملګرتيا اړيکې جوړې کړي.

ما جاو شوی وويل، نړيواله ټولنه بايد د عسکرو ليږونکو هېوادونو په تېره بيا د عسکرو ليږونکو پرمختيايي هېوادونو واقعي اړتياوو ته په درنه سترګه وګوري، د اغيزمنې روزنې او د سولې ساتلو توان د ابادۍ له لارې د سوله ساتونکو عسکرو امنيت او اغيزې دې لوړې کړي، بايد د م م د دارالانشأ رول ولوبوي، په پر له پسی توګه دې د سولې ساتنې او روزنې تګلارې بشپړې کړي او پر وخت دې د روزنې محتويات برابر او نوښت وکړي. دارالانشأ د خپلو ښيګڼو له مخې د سولې ساتلو توان د ابادۍ لپاره د غوښتونکو او برابروونکو تر منځ د همغږۍ رول لوبولی شي. نړيواله ټولنه بايد د سولې ساتلو توان د ابادۍ لپاره د ملګرتيا اړيکې جوړې کړي، دوه اړخيزې، سيمه ايزې او نړيوالې همکارۍ پراخې کړي، د افريقا د سولې او امنيت د ساتلو په مسئلو کې دې د افريقايي هېوادونو د ټولنې او د دې سيمې د سازمانونو رول ته په درنه سترګه وګوري او له دغې ټولنې سره مرسته وکړي چې اړوند پوځونه جوړ کړي.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای