د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د ايران د هراړخيز ذروي تړون ساتل او پلي کول د اړوندو خواوو ګډ مسؤليت دی، نو چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې خپله سړه سينه وساتي او ډيالوګ وکړي، تر څو د حالاتو د ترينګلتيا مخه ونيول شي.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين به له اړوندو خواوو سره پر تماس نيولو ټينګار وکړي او د دغه تړون د ساتلو او پلي کولو لپاره به کوښښونه وکړي. همدارنګه به چين د خپلو تصديو د حقه حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره هڅې وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |