د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د عمومي امنيت کاري غونډه د مې له ۷مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي کمېټې مشر شي جين پينګ په دغه غونډه کې ګډون او يوه وينا وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د چين د عمومي امنيت ارګانونه دې د نويو تاريخي شرايطو پر وړاندې په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليستي مفکورې تر لارښوونې لاندې پر هغو اصولو ټينګار وکړي، چې د ملي امنيت پر عمومي نظر، د خلکو لپاره د پرمختګ پر مفکورې، په ثابته توګه د پرمختګ د موندلو په اساس پر کاري بنسټ ټينګار وشي. پوليس بايد سياسي اصولو ته پابند شي، بايد ځانونه د اصلاحاتو له لارې قوي کړي، بايد د ساينس او تخنيک په وسيله سمسور شي او بايد نظم په جدي توګه مراعات کړي. دغه راز، د عمومي امنيت ارګانونه بايد په نوې زمانه کې په ښه توګه خپله نوې دنده تر سره کړي او د خلکو امنيت وساتي، تر څو په هره ساحه کې د سمسورې ټولنې د ابادۍ، د دوو سل کلنو موخو د تر سره کولو او د چيني ملت د بيا سمسورتيا د سترې هيلې د عملې کولو لپاره ثابت او خوندي سياسي او ټولنيز چاپيريال وساتي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |