CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سعودي عربستان له پاچا سره ټليفونې خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 20:55:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۸ مه نېټه د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدلعزيز السعود سره ټليفونې خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ وويل چې چين له سعودي عربستان سره د هراړخېزو ستراتيژيکو اړېکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او سعودي عربستان ته د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ د پرمختيا په اړه د مهم همکار او دوست په توګه ګوري. له تېرو څو کلونو راهيسې دواړو مشرانو په بريالۍ توګه يو له بل سره ليدنې وکړې او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د هراړخېز چټک پرمختګ لپاره يې لارښولې ده. سږ کال په فبرورۍ مياشت کې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان له چين څخه ليدنه وکړه او د دواړو هېوادونو د لوړپوړې ټولنې د درېيمې غونډې مشري يې وکړه. يادې غونډې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي او د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلا بېلو برخو کې يې د تګ راتګ او همکارۍ پراختيا او ژورتيا ته نوی ځواک ورکړی.

سلمان بن عبدلعزيز السعود د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د دوهم فورم د برياليتوب په مناسبت چين ته مبارکي وويله. هغه وايي باور لرم چې دغه فورم به د نړيوالو پرمختګونو او همکاريو د پراختيا په اړه مهم رول ولوبوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای