د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۸ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره حکم وکړ چې د ايران د فولادو، اوسپنو، الومونيومو او ميسو پر صنايعو بنديزونه ولګول شي.
ټرمپ په دې اعلاميه کې ويلي چې يادې صنايع له نفتو په پرته د ايران حکومت د عايداتو عمده سرچينې دي. پر يادو صنايعو بنديز لګونه به پر ايران فشارونه لا درانه کړي. نوموړي په دغې اعلاميې کې د ايران له مشرانو سره د ليدنې او د يو نوي تړون په باب د خبرو اترو هيله هم څرګنده کړې ده.
له دې حکم سره سم، په ايران کې د فولادو، اوسپنو، الومونيومو او ميسو د صنايعو خاوندان او اړوند شرکتونه، د يادو توليداتو سوداګر او شرکتونه او دوی ته پولي او تخنيکي ملاتړ برابرونکي به تر بنديزونو لاندې وي. برسيره پر دې، هغه بهرني پولي شرکتونه چې نورو هېوادونو ته د يادو توليداتو د صادراتو لپاره پولي خدمتونه برابروي، هم تر بنديزونو لاندې راشي او په امريکا کې به د يادو سوداګرو او شرکتونو شتمنۍ کنګل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |