CRI Online

په ګرد چين کې د هغو نرسانو شمېر چې نومونه يې ثبت شوي له 4 مليارډو څخه اوښتی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 10:52:42

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د مې ۱۲ مه نېټه د نرسانو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، د سږکال د دغې ورځې په درشل کې د چين د روغتيا ملي کمېسيون په خپله يوه نوبتي غونډه کې په ټول هېواد کې د پرستاري کارونو د پرمختيايي وضعيت په اړه معلومات ورکړل چې له مخې يې د ۲۰۱۸ کال ترپايه پورې په ټول چين کې د هغو نرسانو شمېر چې نومونه يې ريجسټر شوي، له 4 مليارډو څخه اوښتی چې دغه شمېر په مسلکي طبي کارکوونکو کې نږدې ٪50 نيسي او د هرو زرو کسانو لپاره د نرسانو شمېر ۳ ته رسيدلی دی. په ياده جمله کې نږدې ٪70 نرسانو د بکلوريا د فراغت سندونه ترلاسه کړي او د پرستارۍ سويه يې لاپسې لوړه شوې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای