CRI Online

د امريکا څيړنيز راپور : د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره د اړوندو پورونو خطرونه مبالغه شوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 11:01:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د جان هپکېنز پوهنتون د چين او افريقا څيړنيز مرکز او د دې هېواد روديوم ګروپ په دې وروستيو ورځو کې په وار سره د راپورونو په خپرولو سره دې ته اشاره کړې چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره د اړوندو پورونو خطرونه ډېر ځله مبالغه شوي دي.

د ياد مرکز په راپور کې ويل شوي چې د ۲۰۱۷م کال تر پای پورې د افريقا ۱۷ کم عايدات لرونکي هېوادونه د پور په بحران کې ډوب شوي يا د عامو پورونو د ورکولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي. خو د دغو هېوادونو لپاره د پورونو د سندونو د جوړولو په جريان کې دغه واقعيت لا څرګند شوی چې زياترو هېوادونو ته پور ورکوونکی هېواد چين نه دی.

د دې اکاډمۍ مشرې ديبورا براوتيګام په دې وروستيو کې په نيويارک ټايمز کې د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، يو کمربند او يوه لاره د پور لومه نه بلکې د نړيوال کېدو په باب د چين ځانګړتيا لرونکی وړانديز دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای