CRI Online

لي که چيانګ د نوښت او پرمختګ د څو تدبيرونو سپارښتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 11:12:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د مې په ۸ مه نېټه د دولتي شورا په نوبتي غونډه کې د دولت په کچه د اقتصاد او تخنيک د انکشافي سيمو د نوښت او پرمختګ تدبيرونو سپارښتنه وکړه. نوموړي وويل چې د برېښنايي جريان داخلي ډلبندۍ او سافت وير پر اړوندو شرکتونو د مالياتو د کمولو پاليسۍ ته به ادامع ورکړي، څو چې په معلوماتي چارو کې لا زياتې بهرنۍ پانګونې راجلب شي.

نوموړي په دې غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې اوس په ټول چين کې د دولت په کچه د اقتصاد او تخنيک د ۲۱۹انکشافي سيمې شته. د دغو سيمو عمومي توليدي ارزښت او عايدات د ټول هېواد ۱۰٪ نيسي، د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت او له بهرنيو پانګونو څخه د کار اخيستلو انډوال يې د ټول هېواد شاوخوا ۲۰٪ نيسي. د ياړو سيمو د ورخلاصون، نخنيکي نوښت او بازاري قوتونو د هڅونې لپاره بايد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا اړوند ترتيبات او پاليسۍ پلي شي، څو چې د اقتصاد د باکيفيته پرمختګ په برخه کې دغه سيمې خپل رول ولوبوي.

په دې غونډه کې دا هم وويل شول چې برېښنا جريان داخلي ډلبندۍ او سافټ وير صنايع د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ساتنې لپاره ستراتيژيکې، بنسټيزې او لارښوونکې صنايع دي. چين به د بهرنيو شرکتونو په ګډون ټولو اړوندو شرکتونو ته په يوه سترګه وګوري او پر دغو شرکتونو د مالياتو د کمولو پاليسي غوره کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای