CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د ايران د اټومي هراړخيز تړون ساتل او پلي کول د بېلابېلو خواوو ګډ مسئوليت دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 11:43:19

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۸ مه نېټه وويل چې د ايران د اټومي هراړخيز تړون ساتل او پلي کول د بېلابېلو خواوو ګډ مسئوليت دی، چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې زغم وساتي، خبرې اترې وکړي او د اوسني سخت وضعيت د لا سختېدو مخه ونيسي.

ګنګ شوانګ وويل چې د ايران اټومي هراړخيز تړون څو اړخيز تړون دی چې د م م د امنيت شورا لخوا څېړل او پېژندل شوی دی،دغه تړون د اټومي وسلو د نه خپرولو نړيوال سيستم او د منځني ختيځ سيمې د سولې او ثبات لپاره ډېر مهم دی، نو بايد په بشپړه او اغېزمنه توګه پلی شي. چين د ايران دا کړنه ستايي چې تراوسه يې هم د دغه تړون له مخې خپلې دندې په جدي توګه ترسره کړي، چين د امريکا له هغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي چې پر ايران يواړخيز بنديزونه لګوي او د دغه هېواد په چارو کې له لرې نه مداخله کوي، چين همدارنګه د امريکا د هغو کړنو له امله خواشيني دی چې د ايران د اټومي مسئلې د لاسختېدو سبب ګرځېدلي دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای