CRI Online

د چين عامه امنيت اورګانونه بايد د خلکو د ژوند او امن لپاره لازيات ضمانت برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 14:36:27

د چين د عامه امنيت ساتلو کاري غونډه د مې له اوومې نيټې څخه تر اتمې نيټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي،د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې غونډه کې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د عامه امنيت اورګانونه بايد د نوي حالت پر وړاندې د خلکو د ژوند کولو لپاره لازيات دواملرونکی ضمانت برابر کړي او د يوې شتمنې ټولنې د ابادۍ،د دوو سل کلنو موخو د تر سره کولو او د چيني ملت د سترې سمسورتيا د خوب رښتيا کولو لپاره دې امنيتي او ثابته سياسي او ټولنيزه فضا برابره کړي.

هغه په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې په خپلو کارونو کې مو ډېرې قيمتي تجربې راټولې کړې، نو بايددغه بريالۍ تجربې په ښه توګه وکاروو تر څو عامه امنيت ساتلو کارونه په سمه سياسي لاره تر سره شي.هغه وويل، مونږ بايد پر اصلاحاتو او نوښت ټينګار وکړو او په جدي توګه زمونږ ګوند او پوليس اداره کړو او له عمومي غوښتنې سره سم دې د چين د کمونېست ګوند او خلکو لپاره دې په وفادارۍ خدمتونه وکړو ،د قانون د اجراکولو په برخه کې دې عادلانه رويه غوره کړو او جدي انضباط دې پلی کړو او د يوې باکيفيته عامه امنيت ساتې ډلې د جوړولو لپاره دې هڅې وکړو.

شي جين پينګ وويل ،عامه امنيت ساتي اورګانونه بايد د بېلا بېلو ټولنيزو تضادونو د مخنيوي او لېرې کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي تر څو زمونږ ټولنه نه يوازې له خوځنده ځواک څخه ډکه ده بلکې په منظم ډول پرمخ روانه شي.بايد په ښه توګه د ثبات او حقونو د ساتلو لپاره له ملکي وګړو سره ښه چلند وکړو يعنې نه يوازې د خلکو معقولو غوښتنو ته دې پاملرنه وکړو او د دوی ګټې دې وساتو بلکې له قانون سره سم د غوښتنو د څرګندولو په برخه کې دې عامو وګړو ته لارښوونې وکړو تر څو ټولنيز نظام وساتل شي.سربېره پردې اړوندې څانګې بايد د پام وړ مسئلو د حل وفصل په بهير کې چې پر امنيت يې منفي اغيزه کړې،له مجرمينو سره د مبارزې او د عامه وګړو د ساتلو دندې پر غاړه ولري او د زورياتي پېښو،د شيطاني او مضرو ډلو، ترهګرۍ او تندلارۍ غوښتونکو او له اړوندو غير قانوني عملونو سره دې ټينګه مبارزه وکړي.

شي جين پينګ دا هم وويل چې بايد د بنسټيزې ټولنې د ادارې او نوښت لپاره هڅې وکړو تر څو يو لا سوله ييز چين جوړ شي. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ او ويې ويل، عدالت د قانون د اجرا کولو او د عدلي کارونو د تر سره کولو بنسټ دی.بايد د دغو کارونو کليدي برخو ته پاملرنه وکړو او د قانون د اجرا کولو په برخه کې دې د واکونو د ادارې او څارنې مکانيزمونه لا بشپړ کړو تر څو خلک په هره قضيه او کار کې عدالت احساس کړي.دغه راز د قانون د پلي کولو لپاره دې جدي معيار غوره کړو، له مجرمينو سره د مبارزې ترڅنګ دې بشري حقونه تضمين کړو،د قضيو حل د موثريت د لوړوالي ترڅنګ عادلانه رويه دې غوره کړو او د قانون اجرا کولو موخه دې له اړوندو لارو چارو سره يو ځای کړو تر څو تر ټولو ښې قانوني، سياسي او ټولنيزې اغيزې رامنځته شي. له هر تن سره بايد قانوني چلند وکړو او هر وګړی بايد د قانون مراعات وکړي.سربېره پردې بايد د ټولو وګړو په منځ کې د قوانينو په باب معمولي معلومات وړاندې کړو او اړوند تبليغات دې پياوړي کړو تر څو په ټوله ټولنه کې د مسئلو او تضادونو د لېرې کولو او حل وفصل لپاره قانوني فضا برابره شي. هغه زياته کړه چې بايد په ټينګ باور سره په نوې زمانه کې د عامه امنيتي چارو د اصلاحاتو لپاره لاهڅې وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای