CRI Online

د امريکا زياتو مسلکي ټولنو د دغه هېواد د حکومت له هغې پرېکړې سره مخالفت کړی چې پر چيني توليداتو به ګمرکي تعرفه لوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 14:36:30

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا حکومت پدې وروستيو ورځو کې په ناڅاپي توګه اعلان وکړ چې د مې په ۱۰ مه نېټه به د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو ګمرکي تعرفه له ٪10 څخه ٪25 ته لوړه کړي. د امريکا د پرچون خرڅلاو سوداګرو ګډې ټولنې او د معلوماتي تکنالوژۍ صنعتي ټولنې په ګډون د امريکا سلګونو مسلکي ټولنو پدې وروستيو ورځو کې په جلاجلا توګه د اعلاميو په خپرولو سره د دغه هېواد د حکومت له يادې پرېکړې سره مخالفت څرکند کړ او داسې نظر يې وښود چې د ګمرکي تعرفې د لوړېدو بيه به په اخر کې د امريکايي مشتريانو لخوا ورکړل شي او حکومت بايد له چين سره د اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو په اړه پر بحث تمرکز وکړي او هڅه دې وکړي چې له چين سره ژر ترژره هوکړه وکړي.

د چين د پرچون خرڅلاو سوداګرو د ګډې ټولنې چارواکي ډويډ فرنچ د مې په ۵ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په اخر کې به چيني نه ، بلکې امريکايي تصدۍ او مشتريان د ګمرکي تعرفې د زياتېدو له امله بيه ورکړي، د حکومت د دغې ناڅاپي پرېکړې له مخې به ګمرکي تعرفه له يوې اوونۍ کم وخت وروسته لوړه شي چې دا به د امريکايي تصديو په تېره بيا د کوچنيو تصديو سوداګريزې چارې سختې ګډوډې کړي، کاري فرصتونه به کم کړي او امريکايي مشترين به د توکو د بيو له لوړوالي سره مخامخ کړي.

د امريکا د معلوماتي تکنالوژۍ د صنعتي ټولنې چارواکي ناومي ويلسن هم په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې پر چيني توليداتو لوړه ګمرکي تعرفه به امريکايي مشتريانو او تصديو ته زيانونه ورسوي او د امريکا اقتصادي ودې او ابتکاري قوت ته به هم ګواښونه پېښ کړي. (زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای