د بېجينګ يوس ورځپاڼې د خبر له مخې، د ۲۰۲۲ کال د بېجينګ د المپيک ژمنې لوبې به زر ورځې وروسته پرانيستل شي. خبريال د بېجينګ د لويو او مهمو پروژو له دفتر څخه معلومات تر لاسه کړل، چې په بېجينګ او يان چينګ کې د دې ژمنيو لوبو د سپورټي سټېديومونو او اړوندو بنسټيزو تأسيساتو په شمول ۵۲ پروژې تطبيق کېږي. اوس مهال د ۴۴ پروژو د جوړونې، يعنې د ۸۵ فيصده پروژو چارې روانې دي.
د معلوماتو له مخې، په يادو پروژو کې دا برخې شاملې دي: ۸ نوي سټېديومونه به جوړ شي، ۵ پخواني سټېديومونه به بيا ورغول شي، يو لنډمهالي سټېديوم به جوړ شي، ۲۶ اړوند بنسټيز تأسيسات او ۴ نورې پروژې به تطبيق شي او ۱۴ پروژې به په بېجينګ کې پلې شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |