CRI Online

د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس به د مې په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 16:09:46

د چين د دولتي شورا په مطبوعاتي غونډې کې ويل شوي، چې د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس به د مې په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په پرانيستونکو مراسمو کې وينا او په اړوندو فعاليتونو کې به ګډون وکړي. د کمبوډيا، يونان، سينګاپور، سريلانکا، ارمنستان اومغولستان مشران او د يونيسکو په شمول د ځينو نړيوالو سازمانونو مسئولين به په دې کنفرانس کې ګډون ولري. د ۴۷ اسيايي هېوادونو او نورو هېوادونو استازي به په اړوندو فعاليتونو کې ګډون وکړي.

د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ دغه کنفرانس به د اسيايي تمدنونو تبادلې او د ګډ برخليک ټولنې تر عنوان لاندې تر سره شي. د دغه کنفرانس پرانيستونکي مراسم، فرعي فورمونه، د اسيايي تمدنونو فيستوال او د اسيايي تمدنونو اوونيز فعاليت به تر څنګ تر سره شي. په دې کنفرانس کې به چيني او بهرني مشران او د نړيوال سازمان مسئولين د تمدنونو د تبادلې په اړه بحث وکړي او ګډ پلان به جوړ کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای